د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا د افغان ولسمشر له خوا پر امریکايي پوځیانو نېوکې ته په نهیلۍ ځواب ورکړی دی.
ولسمشر کرزي ویلي وو امریکايي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په پاکستان کې ترهګر په نښه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر لېون پنېټا وايي هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خپل دوه زره سرتیري له لاسه ورکړي
چې ولسمشر کرزي د هغو کسانو چې د افغانستان لپاره یې جګړه کړې او یا هم وژل شوي دي د نیوکې پر ځای باید ستاینه کړې وای.












