
اوباما ویلي، چې د سوري وګړو او ټلوالې هر راز قانوني ملاتړ به کوي.
ولسمشر بارک اوباما نېغ په نېغه د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته خبرداری ورکړ، چې د پاڅون کوونکو پرضد په جګړه کې د کیمیاوي وسلو کارول به په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.
هغه وویل که سوریه د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې وکاروي، نو له یو لړ پایلو سره به مخامخه شي:
"زه نن غواړم اسد او د هغه تر قومندې لاندې نورو کسانو ته په بشپړه توګه روښانه کړم، چې نړۍ تاسو ویني. د کیمیاوي وسلو کارول به په بشپړه توګه د منلو وړ نه وي او که تاسو د کیمیاوي وسلو د کارولو تراژیدي تېروتنه وکړﺉ، نو له یو لړ پایلو سره به مخامخ شئ او پوښتنه به یې له تاسو وشي."
امریکايي چارواکي وايي په وروستیو ورځو کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د لېږدولو نښې نښانې لیدل شوې دي.
په همدې حال کې سوریې یو ځل بیا د خپلو خلکو پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره او احتمال رد کړی دی.
اوباما بشارالاسد ته دا هم ویلي، چې: "که چېرې تاسو لویه تېروتنه [د کیمیاوي وسلو کارول] وکړﺉ، بدې پایلې به ولري او له تاسو به ارومرو حساب وشي. موږ باید د شلمې پېړۍ د تورو تیارو تجربې تکرار نه کړ، چې د اتومي وسلو کارولو نړۍ توره تیاره کړې وه."
ده دا هم ویلي چې له سوري وګړو سره به موږ خپل قانوني ملاتړ ته دوام ورکړو، د ټلوالې لاسنیوی به وکړو او هر ډول انساني مرسته به ورسره وکړو، او د اسد له نظام څخه به د سوریې د خلاصون او ژغورنې ګډې هلې ځلې وکړو."
امریکايي چارواکو دې ته هم اشاره کړې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو کارول ډېر شوي دي.
د سوریې کیمیاوي وسلې
- سي ای اې باور لري، چې سوریې له "څو کالو راهیسې د کیمیاوي وسلو پروګرام پیل کړی دی، چې په دې کې د الوتکو په مټ د بالاستیک توغندیو او جنګي توغندیو لېږد روان دی"
- سي ای اې دا هم وايي، چې سوریې د د VX غاز په څېر، د زهرجنو غازو د پراختیا هڅې لا له وړاندې پیل کړې دي
- د ترکیې، عرب هېوادونو، او لوېديځو استخباراتو په حواله، سوریې د نژدې ۱۰۰۰ ټنو په اندازه کیمیاوي وسلې په ۵۰ ښارونو کې زېرمه کړې دي
- سوریې د کیمیاوي وسلو د بندیز تړون نه دی لاسلیک کړی او نه یې هم د بیولوژیکي او تکسیني وسلو تړون منلی دی.
سرچینه: CSIS, RUSI
وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سوریې ته خبرداری ورکړی و، چې د خپل ولس پرضد د کیمیاوي وسلو له کارونګ لاس واخلي او د سوري نظام له لوري یې دا کار د واشنګټن لپاره "سره کرښه" بللی و.
کلنتڼ د چیک جمهوریت مرکز پراګ ته د سفر پرمهال ویلي وو چې "که چېرې د خپل ولس پرضد د اسد د نظام له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو چاره ثبوت ته ورسېږي، له شک پرته موږ به هم خپل لازم اجرات وکړو."
وړاندې دمشق د ولس پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو انکار کړی و.
د سوریې حکومتي خبري اژانس (سانا) د بهرنیو چارو د وزارت له سرچینې ویلي وو، چې "د سوریې له خوا د ولس پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن د څرګندونو په غبرګون کې، سوریې په وار-وار ټینګار کړی، چې هېڅکله دا ډول وسلې نه کاروي."
خو څو ورځې وړاندې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله د ۱۱ سوري ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
د ملګرو ملتونو وتل

د ملګرو ملتونو یوې خبري سرچینې (ارین) ویلي، چې روانه اوونۍ له سوریې څخه د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو څخه نژدې ۲۵ نړیوال کارکوونکي وتونکي دي.
ملګرو ملتونو له سوریې څخه، په تېره بیا په دمشق کې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا په ډېرېدا سره د خپلو "ټولو غیر اساسي کارکوونکو د ایستلو" هوډ کړی دی.
د ملګرو ملتونو یوې خبري سرچینې (ارین) ویلي، چې روانه اوونۍ له سوریې څخه د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو څخه نژدې ۲۵ نړیوال کارکوونکي وتونکي دي.
د دمشق بهر ټولې مدني الوتنې په موقت ډول درول شوې دي، او لامل یې هم د ملګرو ملتونو له لوري د لانور خطر وړاندوېینه په ګوته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد پرضد د تېر ۲۰۱۱ مارچ میاشتې د پاڅون له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو اته کارکوونکي وژل شوي دي.
همداشان، د سوریې د سرې میاشتې ۱۸ رضاکاران هم وژل شوي.
او د پاڅون له پیل راهیسې، په سوري کړکېچ کې تر ۳۹ زرو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نیول شوي او میلیونونه خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.












