
فلم د باشرالاسد او د غرني زمري ترمنځ پرتله کوي، چې وايي وحشي زمری هم اهلي کېدلی شي.
د دوبۍ د سینمايي فلمونو فسټیوال کې د سوري "زانګوګانې" په نامه فلم جوړوونکی عمار البیک د روان کال د دسمبر پر وروستۍ نېټه د بشارالاسد د نظام راپرځېدا وړاندوېینه کړې ده.
د سوریې یوه فلم د روان دسمبر پر ۳۱مه د بشارالاسد د نظام راپرځېدو وړاندوېینه کړې ده.
د "زانګوګانې" په نامه ددغه فلم جوړوونکي عمارالبیک مینه والو دغه فلم پر یوټیوب کانال هم خپور کړی دی.
فلم جوړونکی د ټول فلم کیسه په یوڅو تورو کې رانغاړي چې وايي: "اسد، چورلکه، مجسمه، ماشومان ناسمه فضا، دا ټول ځړېږي".
دغه فلم جوړوونکی د دوو سوري زلمي وروڼو کیسه را اخلي، چې د ۲۰۱۲ مارچ پر ۱۵مه، یانې د سوري پاڅون د پوره یوه کال په پوره کېدو سره پيلېږي.
دواړه وروڼه د خپل پخواني کور په پاسنۍ برنډه کې ناست دي، مشر ورور د عکاسۍ یوه کامره ګوري، چې د لومړي ځل لپاره یې موندلې ده.
خو کشر ورور بیا د واکمن نظام له بمبارۍ، او کلسټري بمونو او د پاڅون کوونکو له متبادلو ډزو په وېره کې دی.
فلم جوړوونکی د ۲۰۱۲ د دسمبر پر ۳۱مه د واکمن سوري نظام د ړنګېدو وړاندوېینه کوي، یانې د پاڅون له پیل راهیسې د ټيک یو کال، نهه میاشتو او ۱۶ ورځو وروسته، چې په لړ کې یې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او سلګونه زره ونیول شول، او میلیونونه نور کډوال شول.
د اسد (زمري) روزنه
په فلم کې د دغو وروڼو هغه صحنه هم انځور شوې، چې په سوریه کې د ۲۰۱۳ د مارچ میاشتې په نړیوال سرکس کې ګډون کوي، یانې د بشارالاسد د واکمن نظام تر ړنګېدا ټیک دوه میاشتې وروسته نېټه.
"ه پام کې ده چې دغه فلم د دوبۍ د نړیوالو فلمونو په فسټیوال کې وښودل شي، چې په پام کې ده د روانې دسمبر میاشتې پر نهمه جوړ شي."
خو دغه وروڼه په ناڅاپي توګه د داړوونکو (زمریان) یوه ډله د سرکس اصلي لوبغاړي ویني.
لیکوال زیاتوي "په سرکس کې هم باید له اسد ووېرېږو، ځکه چې داړونکی دی، او شاید د ساتېری ځای ژر پر جګړې او وژنو واړوي، اسد (زمری) باید وروزل شي، په پای کې زمری په زانګو کې د سپرو دغو وروڼو تر پښو لاندې ګورو."
فلم تولیدوونکی دا هم وايي چې لومړی، زمری د ماشومانو په پښو کې زنګېږي، خو لږ هاخوا د ولسمشر د زانګو یوه مجسمه ده، ... بیا دغه زانګو د پاڅون کوونکو د ډزو په وسیله تر اسمانه رسي...."
د فلم هدف د هغه یوه پوځي افسر، چې له الوتکې پر خلکو، استوګن ځایونو او کلیو بمباري کوي، او د یوه وسله وال مبارز ترمنځ د نظر په ډاګه کول دي.
په پام کې ده چې دغه فلم د دوبۍ د نړیوالو فلمونو په فسټیوال کې وښودل شي، چې په پام کې ده د روانې دسمبر میاشتې پر نهمه جوړ شي.
دې ته ورته یو بل فلم هم د قاهرې په نړیوال فسټیوال کې وړاندې شوی و.












