
ښاغلي مون وړاندویېنه وکړه، چې له پراخیدونکي زور زیاتي سره به د ژمي پر مهال نژدې ۴۰ لکه کسان مرستو ته اړ شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي، چې په سوریه کې د تشدد روانه لړۍ اوس د بې رحمۍ اوج ته رسېدلې.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د سوریې حکومتي پوځ د دغه هېواد د حکومت له مخالفانو سره د پلازمېنې دمشق په څنډو کې په جګړه بوخت دی او د ښار مرکزي هوايي ډګر د الوتکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.
د ملګرږ ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ښاغلي مون وویل، چې سوریه کې عام وژنه دوام لري او ډېر خلک کډوالۍ ته اړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د راتلونکي کال د پیل تر مهاله به د سوري کډوالو شمېر نژدې اووه سوه زره کسانو ته ورسیږي.
ښاغلي مون وړاندویېنه وکړه، چې له پراخیدونکي زور زیاتي سره به د ژمي پر مهال نژدې ۴۰ لکه کسان مرستو ته اړ شي.
هغه زیاته کړه، چې د یوه خپلواک او ولسواک هېواد په توګه سوریه کې سیاسي خبرو اترو ته اړتیا ده.
په ورته مهال د سوریې لپاره د عرب لیګ او ملګرو ملتو استازي اخضر ابراهیمي ویلي، که د سوریې بحران ته د حل لار ونه موندل شي، سوریه به یو نابریالي هېواد شي.
"د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولانډ ویلي، چې په سوریه کې د انټرنیټ او موبایل شبکو د بندیدو پړه د سوریې د حکومت پر غاړه ده."
په سوریه کې د حکومت مخالف فعالان وايي د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د نښتو له کبله له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د دوی په خبره د جمعې په ورځ د پلازمېنې دمشق په شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو او مخالفانو تر منځ یې سختې نښتې وشوې، چې له کبله یې یو شمېر الوتنې لغوه شوې.
بل لور ته په سوریه دریمه ورځ هم د انټرنیټ او ګرځنده ټیلیفون شبکې غیر فعاله وې.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولانډ ویلي، چې سوریه کې د انټرنیټ او موبایل شبکو د بندېدو پړه د دغه هېواد د حکومت پر غاړه ده.
د نوموړې په خبره دغه اقدام د بشارالاسد حکومت مایوسي څرګندوي.
په ترکیه کې د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې ویلي، چې له سختې جګړې وروسته د سوریې حکومتي ځواکونه توانیدلي، چې د ښار مرکزي هوايي ډاګر خلاص کړي.
سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي د تېر کال په مارچ میاشت کې د بشارالاسد د حکومت پر ضد له پیل شوي احتجاج راهیسې په دغه هېواد کې نژدې ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.












