
دمشق کې د حکومتي ځواکونو له خوا د مخالفينو پر مورچلو بمباري روانه ده.
سوريه کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ د نښتو سره هم مهاله د حمص په ښار کې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي .
په انټرنيټ کې اېښودل شوي انځورونه په ظاهره ښيي چې ځينو گاډو اور اخيستى او خلک په سړکونو نارې سورې وهي.
دمشق کې د حکومتي ځواکونو له خوا د مخالفينو پر مورچلو بمباري روانه ده.
د سوریې دولتي خبري اژانس سنا نیوز په یوه رپوټ کې ویلي، چې د حمص ښار په الحمرا سیمه کې د شوې چاودنې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې، چې د بشار الاسد حکومت پر ضد تحریک پیل شوی، نژدې ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.
حمص د سوریې دریم لوی ښار دی، چې له تېرو ۲۰ میاشتو راهیسې د سوریې د حکومت مخالفانو مرکز دی.
سوریه کې د بشري حقونو یوه څارونکې ډله، چې مرکز یې په برتانیا کې دی وايي په دې موټر بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر له دې امله د ډېرېدو احتمال لری، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت اندېښمنونکی دی.
د دمشق ښار په څنډو کې د سوریې حکومت تر دوو ورځو پورې د انټرنیټي او موبایل ټیلیفون شبکو له بندولو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ورکړي.
حمص کې دولتي ځواکونو د دولت مخالفینو پر ضد له هوايي ځواک نه کار اخېستی.
د سوري حکومت چارواکي وايي، چې بهرني توند لاري د سوریې د حکومت مخالفینو ملاتړ کوي.












