
ایراني ولسمشر دا څرګندونې د پرمختللو هېوادونو په سرمشریزه کې له ګډون کولو وروسته کړې دي.
ایراني ولسمشر ویلي، په داسې حال کې چې ایران له خپل ځانه ددفاع توان لري، اسراییل پر ایران د برید لپاره "ماشومانه " لېوالتیا لري.
احمدي نژاد دا څرګندونې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې خبریالانو ته کړې دي.
نوموړي ویلي: "دوی د ایراني ولس د ځورولو نیت لري، او دې موقع ته په انتظار دي. پوهېږي چې ایران پر هېچا برید نه کوي او په دې هم پوی دي چې ایران څرنګه له خپل ځانه دفاع کولی شي."
دی زیاتوي: "موږ د اسراییلو پورته کېدل نه غواړو، دوی پر ایران برید ته لېواله دي، خو دا یو ماشومانه لېوالتیا ده."
ایراني ولسمشر دا څرګندونې د پرمختللو هېوادونو په سرمشریزه کې له ګډون کولو وروسته کړې دي.
احمدي نژاد د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی دی، خو غوښتنه یې دا ده چې اوربند ته دې دواړه لوري خپله وفاداري وښيي.
د پاکستان یوه سیمه ییز تلوېزیون، چې له ولسمشر احمدي نژاد سره یې مرکه کړې ده، ویلي چې "ولسمشر احمدي نژاد ویلي چې پر غزې د اسراییلو له لوري ظلمونه باید د مسلمانانو د یووالي سبب شي."












