احمدي نژاد:د هېواد دښمنان ریال بې ارزښته کوي

د خپريدو وخت: 06:29 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

په نړیوال بازار کې د ایراني ریال راکړه ورکړه نه کیږي، ځکه يي اصل قدر معلومول ناممکن دي.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي په ډېر ګړندیتوب سره د ایراني ریال د رالوېدو مسوولیت د ده په خبره د هېواد د دښمنانو کار دی. ایراني ریال د تېر یوه کال په موده کې ۸۰ سلنه ارزښت بایللی دی.

په ایران کې د صنعت وزیر مهدي غضنفري ویلي، چې د ایرني پېسو په ارزښت کمولو کې قمار وهونکي او اوازې خپروونکي شامل دي، خو امریکايي چارواکي بیا وايي پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه د دې کار سبب شوي دي.

د ایراني ولسمشر په خبره د لوېدېځ بندیزونه د اقتصادي جګړې بڼه ده، خو د نوموړي په خبره له دې امله به يي د هېواد اټومي پروګرام متاثر نه شي.

په تهران کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال نوموړي وویل" موږ به په اټومي مساله شاتګ ونه کړو، که څوک داسې فکر کوي، چې پر ایران فشار اچولی شي، نو هغه تېروتنه کوي او دوی باید خپله رویه سمه کړي."

ایراني حکومت د ډالر په وړاندې د ریال د ارزښت له کمېدو وروسته له هېواد نه د نغدو پېسو اېستلو ته هم حد ټاکلی دی.

د ایراني حکومت له اعلان سره سم هیڅوک نه شي کولای له ۵۰۰۰ زره زیات ډالر له ایرانه وباسي.

د نړیوالو خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د سې شنبې په ورځ د ایراني ریال ارزښت نهه سلنه نور هم ولوېد، له دې مخکې د تېرې دوشنبې په ورځ دغه کموالی اتلس سلنه و.

د سوداګرو رول

په ایران کې واردات کونکو ته د وارداتو لپاره په ټاکلي مقدار د ډالرو د ورکړې لپاره شوي اقدامات هم د ایراني ریال د ارزښت کمېدوسبب شوي.

"موږ به په اټومي مساله شاتګ ونه کړو، که څوک داسې فکر کوي، چې پر ایران فشار اچولی شي، نو هغه تېروتنه کوي او دوی باید خپله رویه سمه کړي."

محمود احمدي نژاد

د اسعارو د بدلون د بازار سوداګر هم د ایراني پېسو په بې ارزښته کولو کې رول لري، ځکه دوی له دې لارې زیاته ګټه کوي.د سې شنبې په ورځ یو ډالر په ۳۷۰۰۰ ریال خرڅېده، خو د د دوشنبې په ورځ د یوه ډالر بیه ۳۴۰۰۰ ریال وه.

په نړیوال بازار کې د ایراني ریال راکړه ورکړه نه کیږي، ځکه يي اصل قدر معلومول ناممکن دي.

د بي بي سي دفارسي څانګې د اقتصادي چارو د خبریال عامر پیوار په رپوټ کې ویل شوي، چې پروسږ کال پر ایران د لګېدلو بندیزونو د زیاتوالي له امله د ایراني تیلو په خرڅلاو کې ۴۵ ٪ لږوالی راغی، چې له امله د ډالر تر لاسه کول هم ګران شوو.

د نوموړي په خبره د نفتو د خرڅلاو له لارې د عاید تر لاسه کېدو په وسیله ایراني حکومت د خپلې پېسې قدر لوړ ساتلی و، چې اوس داسې کول ممکن نه دي.

په رپوټ کې زیاته شوې، چې د نفتو په صادراتو کې د لږوالي له امله اوس د ایران حکومت او مرکزي بانک نه پوهیږي څنګه تګلاره خپله کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>