
مجاهدین خلق د ایراني حکومت سرسخته دښمنه ډله بلل کېږي، چې د ۱۲۵۹ او ۱۳۶۱ کلونو ترمنځ یې په ایران کې وسله وال بریدونه کړي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران "مجاهدین خلق" ډله په رسمي توګه د ترهګرو له تور لسته وتلې اعلان کړه.
دغه وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.
پر دغې ډلې په ۲۰۰۳ کال د امریکا له لوري بندیز ولګول شول او د ترهګرو ډلو په لست کې راغله.
دغه ډله په عراق کې درې زره غړي لري، چې د ایران ضد فعالیتونه کوي.
څو ورځې وړاندې رسنیو ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له تور لسته د دغې ډلې پر ایستلو غور کوي.
د تېرې جمعې په ورځ (سپتمبر ۲۸) د امریکا دفاع وزارت په خپرپاڼه کې راغلي وو چې: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د قانون له مخې پرېکړه وکړه چې د مجاهدین خلق ډله او د دوی ملاتړي د امریکا د ترهګرو له تور لسته وباسي."
ظاهراً له تور لسته ددغې ډلې د ایستلو لامل "په تېرو لسو کالو کې ددغې ډلې له لوري د ترهګریزو فعالیتونو نه ترسره کول په ګوته شوي دي."
د امریکا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې "له تور لسته د مجاهدین خلق ډلې ایستل په دې مانا نه دي چې د امریکا حکومت ددغې ډلې پر مخکنیو فعالیتونو سترګې پټې کړي دي، ځکه چې دغې ډلې د ۷۰مې لسیزې پرمهال په ایران کې امریکايي وګړي وژلي او په ۱۹۹۲ کال د امریکا د ننه دغې ډلې ترهګریز بریدونه کړي."
وړاندې امریکا کې یوې فدرالي محکمې د بهرنیو چارو وزیرې ته د اکتوبر تر لومړۍ پورې وخت ورکړی و، چې له تور لسته د مجاهدین خلق ډلې د ایستلو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.

هیلري کلنټن ویلي چې د مجاهدین خلق ډلې مخکنۍ کړنې نه هېرولی او نه یې بښلی شي.
له تور لسته ددغې ډلې په وتلو سره به په عراق کې د مجاهدین خلق د شاوخوا ۳۰۰۰ غړو پر سفر بندیز په قانوني توګه لیرې شي او د نړۍ نورو هېوادونو ته به سفرونه کولی شي.
د عراق- ایران ترمنځ د جګړې پرمهال مجاهدین خلق ډله د صدام حسین له حکومت سره یوځای شوه او پر ایران د عراق په برید کې د عراق له پوځ سره اوږه- په اوږه وجنګېده.
مجاهدین خلق د ایراني حکومت سرسخته دښمنه ډله بلل کېږي، چې د ۱۲۵۹ او ۱۳۶۱ کلونو ترمنځ یې په ایران کې وسله وال بریدونه کړي دي.
اوس په امریکا کې د مجاهدین خلق ډلې شتمنۍ هم له کنګل کېدا وژغورل شوې، چې د مشر مسعود او مریم رجوي فعالیتونو ته په امریکا کې اجازه ورکړل شي.












