
د دې پېښې په اړه په یو ټیوب کې یوه ویډيو خپره شوې چې په کې ښاغلی مهمانپرست د اعتراض کونکو په منځ کې لیدل کیږی
د خبري سر چینو په وینا د ایراني حکومت یو شمېر مخالفینو چې په نیویارک کې د ملګرو ملتو دفتر ته نژدې راټول شوي وو، له سړک نه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویندوی رامین مهمانپرست د تېرېدو پر مهال د هغه خوا ته ورغلل او (له هغه سره مخامخ شول).
د اسوشیټډپریس په رپوټ کې د نیویارک د پولیس ویندوی پل براوون له قوله ویل شوي دي، چې اعتراض کونکو ښاغلی مهمانپرست وپېژاند او ګواښونه يي ورته وکړل.
دغه ویندوی وايي داسې ښکاري چې د دغه ایراني مقام ګواښل لفظي شخړه وه او اخ وډب په کې نه دی شوی.
"اعتراض کونکو ښاغلی مهمانپرست وپېژاند او ګواښونه يي ورته وکړل."
پل براوون
د دې پېښې په اړه په یو ټیوب کې یوه ویډيو خپره شوې چې په کې ښاغلی مهمانپرست د اعتراض کونکو په منځ کې لیدل کیږی، خو په ویډیو کې لیدل کېدونکې څېرې ناڅرګندې دي.
په ویډیو کې لیدل کیږي، چې پولیس څو شیبې وروسته د هغو کسانو له خپرولو وروسته چې (مهمانپرست؟) يي محاصره کړی، هغه د پولیسو په ګاډي کې له ځان سره بیايي.
بل لور ته په ایران کې د ایراني محصلینو خبري اژانس (ایسنا) په نیویارک کې د خپل خبریال له قوله ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په ویندوی د مجاهدین خلق د سازمان غړو برید کړی دی.
په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې ملګرو ملتو ته د تللي هر پلاوي او دغه راز د دیپلوماتانو ساتنه د امریکا د حکومت مسوولیت دی.
په ملګرو ملتو کې د ایراني استازیتوب ویندوی علي رضا یوسفي هم منلې چې د مجاهدین خلق ډله پر ښاغلي مهمانپرست د برید مسووله ده.

په ویډیو کې لیدل کیږي، چې پولیس څو شیبې وروسته د هغو کسانو له خپرولو وروسته چې (مهمانپرست؟) يي محاصره کړی، هغه د پولیسو په ګاډي کې له ځان سره بیايي.
د نوموړي په خبره په داسې حال کې چې په پام کې ده دغه ډله د امریکا د حکومت له تور لسته واېستل شي، باید د دغه ډول تروریستي ډلګۍ د دغه ډول یرغلیزو بریدونو انتظار وشي.
په دا وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوو، چې د امریکا حکومت په دې باور دی، چې په دا وروستیو کلونو کې د دغه سازمان غړو کوم تروریستي فعالیت نه دی کړی، ځکه نو په پام کې ده چې د دې ډلې نوم د تروریستي ډلو له امریکايي لست څخه واېستل شي.
په ملګرو ملتو کې د ایراني ولسمشر شتون د ایران په ضد له اعتراضي غونډو سره یو ځاي و. تر اوسه پورې د ایران حکومت د دې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.












