
په ۲۰۰۹ کال کله چې ځینو ایراني سیاسي مخالفانو د احمدي نژاد د دویم ځل ولسمشر کېدو پروړاندې مظاهرې وکړې، ایرن وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال د امریکا له وېزې محروم شو.
د ایران خبري اژانس ویلي، چې امریکا ځینو ایراني چارواکو ته له وېزو ډډه کړې ده.
فارس خبري اژانس د شنبې په ورځ پخپل راپور کې ویلي، چې امریکا هغو شاوخوا ۲۰ ایراني چارواکو ته له وېزو ورکولو ډډه وکړه، چې په پام کې ده، په دې اوونۍ کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون وکړي.
ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم په دغو چارواکو کې دی.
په پام کې ده چې د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د چارشنبې په ورځ د "قانون حکم" موضوع په اړه وینا وکړي.
فارس خبري اژانس لیکي، د امریکا متحدو ایالتونو دوه میاشتې وړاندې د شاوخوا ۱۶۰ ایراني چارواکو له ډلې شلو ته د وېزو له ورکولو ډډه وړه.
امریکا د وېزو د نه ورکولو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، خو پر ځینو ایراني چارواکو د امریکا له لوري بهر ته د ایران د اتومي لانجمې موضوع له کبله د سفر بندیز لګول شوی.
په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه هېڅ خبره نه ده کړې.
فارس وايي، چې په دغو ایراني چارواکو کې د ولسمشر ددفتر رییس اسفندیار رحیم مشايي او د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي هم دي.
دوه نور چارواکي بیا د ایران د کابینې غړي ښودل شوي، چې یو په کې د مخابراتو او معلوماتو چارواکی محمد شیخان او د سیاسي چارو مسؤول محمد جعفر بهداد دي.
بهرنیانو ته وېزې
یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته د خپل نامه له ویلو پرته ویلي، چې "د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډونوالو بهرنیو وګړو لپاره د وېزو ورکړه باید تر قانوني اجرآتو تېره شي چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر موافقه هم شامله ده."
د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷ کال پرېکړه لیک په ډاګه کوي، چې امریکا باید د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هغو هېوادونو چارواکو او وګړو ته وېزې ورکړي، چې ان امریکا ورسره ستونزه لري.
خو کله – کله ایراني چارواکو ته امریکا وېزې نه ورکوي، او وايي ددغه هېواد چارواکي د اتومي وسلو په جوړښت کې لاس لري، خو ایران دا تور ردوي.
په ۲۰۰۹ کال کله چې ځینو ایراني سیاسي مخالفانو د احمدي نژاد د دویم ځل ولسمشر کېدو پروړاندې مظاهرې وکړې، ایرن وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال د امریکا له وېزې محروم شو.
هغه مهال هم د نړیوال مالي کړکېچ په اړه ملګرو ملتونو عمومي غونډه جوړه کړې وه.












