په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسمبلۍ پرانیستل شوه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په خپله پرانیستونکې وینا کې اوسنی وخت د ناکراریو، تحولاتو او بدلونونو ډک وباله.
ټآکل شوې ولسمشر اوباما هم ډېر ژر وینا وکړي.
د هغه تر څرګندونو وړاندې امریکایي چارواکو ویلي چې ښاغلی اوباما به غړي هېوادونه را وبولي چې ظاهرا پر اسلام د برید په پآیله کې په اسلامي نړۍ کې د راټوکېدلي خښم د اصلي ریښو د کابو کولو په برخه کې مبارزه وکړي .












