د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپل هېواد د سکې ریال د ارزښت د یو دم لوېدو پړه پر هغه څه وراچولې چې ده د خپل هېواد دښمنان وبلل.
هغه وویل د لویدیځ له خوا یې پر هېواد لګول شوي بندیزونه له یوې اقتصادي جګړې سره برابر دي، خو د ایران د اټومي پروګرام مخه به ونشي نیولای.












