د امریکا سي ان ان خبري شبکې ویلي چې د ملګرو ملتونو عموي غونډه کې د ګډون په موخه له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره مله یوه تلویزیوني عکاس له امریکا د پنا غوښتنه کړې ده.
د ایراني عکاس حسن خانبان وکیل پاول اوډوایر سي ان ان ته ویلي چې د موکل د پنا په اړه له امریکايي چاراوکو سره خبې کوي، خو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.
دغه امریکايي وکیل دا هم ویلي چې موکل یې امریکا کې پنا غواړي، او حق لري چې په متحدو ایالتونو کې پاتې شي.












