
اسراييلي پوځ وايي تر دمګړې له غزې نه پر اسراييلو تر ۲۰۰ ډېر توغندي توغول شوي
فلسطیني اورپکو هڅه کړې چې له غزې تراډې نه د اسراییلو پر ستر ښار تل ابيب توغندې وتوغوي.
په تېرو دوو لسيزو کې دا لومړې ځل دی چې په اسراييلو کې د هوايي بریدونو ضد رادار غږونه را پورته شول او اوسېدونکي په خوندي ځایونو کې پټ شول.
د دې تر څنګ له غزې تراډې په ځوابي توغندیزو بریدونو کې درې اسراییلیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه اسراییلي وګړي هغه مهال ووژل شول چې یو توغندی پر يوې څلور پوړیزې ودانۍ ولګېد.
اسراییلو تېره ورځ د حماس ډلې یو جګپوړى پوځي مشر له لسو کسانو سره وواژه او یوځل بیا یې پر غزې بریدونه وکړل، چې له امله يې لږ تر لږه ١۹ فلسطینان وژل شوي دي.
وژل شویو کې کوچنیان هم شامل دي.
اسراييلي پوځ وايي تر دمګړۍ له غزې پر اسراييلو تر ۲۰۰ ډېر توغندي توغول شوي چې ۱۴۵ یې د دوى د دفاعي سیستم له خوا له منځه وړل شوي.
د برتانیا بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د روان کړکېچ پړه د حماس په غاړه واچوله خو په دواړو غاړو يې غږ وکړ چې له هرې هغې کړنې نه چې ملکي خلکو ته خطر را منځ ته کوي او تاوترېخوالي ته لمن وهي ډه ډه وکړي.
د مصر ولسمشر محمد مرسي د اسرايیلو هوايي بریدونه غندلي او خپل سفير یې له دغۀ هېواده بېرته را غوښتی. د مصر په پلازمېنه قاهره کې لسګونو کسانو د اسراييل ضد لاریون کړی.
غزه کې عملیات

اسراییل پوهېږي چې فلسطیني اورپکي به غچ اخلي.
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تېره شپه وویل هېواد یې دې ته تیاری نیسي چې په غزه کې د حماس جنګیالیو پرضد عملیات پراخ کړي.
د حماس د پوځي مشر احمد الجعبري تر وژنې وروسته په خپل لومړني غبرګون کې ښاغلي نتنیاهو وویل اسراییل نه شي کولی چې د خپلو وګړو په وړاندې توغندیز بریدونه وزغمي.
خو فلسطیني جنګیالیو تېره شپه په ځواب کې د اسراییلو جنوبي ښارونه په توغنديو وويشتل.
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وایر دېویس وایي؛ داسې برېښي هغه څه چې اسراییلو لومړني محدود عملیات بللي وو، همدا اوس په پراخېدو دي.
احمد العجبري څوک و؟

- ۵۲ کلن احمدالجعبري د حماس ډلې پوځي مشر و، چې له څو کالو راهیسې یې اسراییلو د وژلو هڅې کولې
- الجعبري د ۲۰۱۲ کال په یوه برید کې د محمد الضیف ځایناستی شو
- الجعبري له ورته اسراییلي بریدونو ژوندی وتلی و، خو مشر زوی او ورور یې ووژل شول
- الجعبري په ۱۹۹۶ کال له اسراییلي زندانه خوشی شو
اسراییلو په یوه اعلامیه کې ویلي نه یوازې دا چې د حماس پوځي مشر احمد الجعبري یې وواژه، بلکې د هرې کچې مشر چې له ځمکې خپل سر را پورته کړي، ورک به یې کړي.
اسراییل وایي په غزه کې يې شل پوځي هدفونه په نښه کړي، خو روغتیایي سرچينې وایي د څو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
تېره شپه په ملي تلویزیون لومړي وزیر بییامین نتنیاهو وویل، حماس او د ده په وینا نورو ترهګرو ډلو ته چې په اسراییلو توغندیز بریدونه کوي، روښانه پیغام استول شوی دی.
لومړي وزیر زیاته کړه که اړینه وه، دی تیار دی چې په غزه کې د پلي پوځي عملیاتو امر هم ورکړي.
اسراییل پوهېږي چې فلسطیني اورپکي به غچ اخلي.
دوی به یا توغندیز او یا هم ځمکني بریدونه وکړي.
همدا تېره شپه لسګونه توغندي د اسراییلو پر جنوبي ښارونو ولګېدل.
په ډېرو مخکنیو بريدونو کې اسراییلو د حماس لوړپوړي مشران وژلي او د حماس د غورځنګ له منځه وړلو هڅه یې کړه ده، خو هرځل حماس د جنګیالیو او توغندیو په لا زیاتو بریدونو ځواب ورکړی دی.












