
جباري یو له هغو کسانو څخه و چې د اسراييلي او فسلطیني بندیانو د تبادلې مشر يې په غاړه وه.
حماس وايي د اسرائیلو په هوايي برید کې یې د پوځي څانګې مشر وژل شوی دی.
اسرائیل وايي احمد الجعبري یې ځکه په نښه کړی چې د دوی په وینا يې د لسيزو ترهګریزو کړو وړو کې لاس درلود.
له څلورو کلونو وروسته دا د حماس لومړی لوړ پوړ چارواکی دی چې د اسراییلو له خوا پرغزې برید وژل کېږي.
عیني شاهدان وايي جباري غزه ښار کې په خپل ګاډي کې روان و چې برید پرې وشو. په رپوټونو کې دا هم ويل شوي چې مرستیال یې هم په دغه برید کې وژل شوی او د زوی د مرګ خبره یې هم شوې ده.
د اسرائیلو استخباراتي ادارې شین بیټ په یوه اعلامیه کې ویلي جباري د اسرائیلو پر ضد بریدونو او پوځي عملیاتو لپاره مالي مرستو سمبالونې مسول و.
اعلاميه کې زياته شوې د ده له منځه وړل د حماس چارواکيو لپاره یو پيغام دی که د اسرایيلو پر ضد ترهګر روزي همداسې به دردېږي.
غزه کې د بي بي سي خبریال وايي په لارو کوڅو کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. دی وايي ښار کې خلک ډېر په غوسه دي او د دې وېره شته چې دغه برید په یو ستر تاوتریخوالي بدل شي.
د جباري له وژلو وروسته اسرایيلو پر غزه نور هوايي بریدونه هم کړي دي.
جباري یو له هغو کسانو څخه و چې د اسراييلي او فسلطیني بندیانو د تبادلې مشر يې په غاړه وه.












