د اسراييلو پوځ وايي الوتکو يې غزې ترانګې کې دوه ځايونه په نخښه کړي چې يو يې فلسطيني جنګياليو د توغنديو د ويشتو لپاره کاراوه.
اسراييل وايي دغه بريد يې د جنګياليو د هاوان او توغنديو د هغو مرميو په ځواب کې کړی چې تېره شپه يې پر اسراييلي خاورې توغولي دي.
تر اوسه د هېڅ يوه لوري د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ډزو دغه تبادله پر داسې مهال کېږي چې د تېرې اوونۍ تاوتريخوالي اوسنی نازک اوربند اغېزمن کړ.












