لوړ پوړو اسراييلي چارواکو پر سوډان تور لګولی چې په افريقا او منځني ختيځ کې اورپکو ته د ايراني وسلو د لېږد د يوه مرکز په توګه کار کوي.
د اسراييلو مرستيال لومړي وزير سوډان د ترهګرۍ خپرولو يوه اډه بللې ده.
اسراييلي چارواکي دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې سوډان په خرطوم کې د وسلو په يوه فابريکه کې د چاودنې پړه پر اسراييلو واچوله او ويې ويل چې له هوا نه يې پرې بمباري کړې ده.












