د غزې ترانګې په جنوب کې د اسراییلو نوي هوايي برید یو فلسطینۍ وژلی او و یو بل یې ټپي کړی دی.
دغه برید څو ساعته له هغه وروسته کیږي، چې د غزې په شمالي برخه جوبلیه کې یوه اسراییلي توغندي دوه کسان ووژل.
فلسطینِي چارواکي وايي، په دغه برید کې د هاشم السیدین په نوم سلفي مشر هم وژل شوی دی.
اسراییل وايي، دغه برید یې د جمعې د ورځې د هغه توغندیز برید په غچ کړی، چې له غزې ترانګې پر اسراییلو توغول شوی و.












