
په افغانستان کې د سولې له بهير سره د سعودي همکاري د ډېرو په گومان خورا مهمه او کاري ده.
د سعودي پاچا عبدالله د لوى اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې ځانمرگى بريد غندلى او له افغانستان سره يې په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې د را وستو په لاره کې د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړى دى.
پاچا عبدالله دا ډاډ گېرنه د جمعى په ورځ ماښام (اکتوبر/۲۶ مه) مهال د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکړه.
په کابل کې د ولسمشرى دفتر وايي په دې اړيکه کې ولسمشر حامد کرزي، د سعودي پاچا او د الحرمین الشریفین خادم د نړۍ د مسلمانانو یو خدمتګار مشر وباله او د اسلامي امت د یو والي په لاره کې یې د هغه له هڅو مننه او قدرداني وکړه.
په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي ملک عبدالله له حامد کرزي سره په خبرو کې ډاډ ورکړى چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې د را وستلو په لاره کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د سولې له بهير سره د سعودي همکاري د ډېرو په گومان خورا مهمه او کاري ده.
سعودي يو له هغو دريو هېوادونو و چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلى و او نژدې اړيکي يې ورسره لرلې.
رياض له اسلام اباد سره هم خورا خوږې اړيکي لري چى د ډېرو په گومان پر طالبانو فشار را وستلى شي.












