
د بي بي سي خبریال ته ددغو کرېټونو د ننه څیزونو د لیدو اجازه ورنه کړل شوه.
بي بي سي داسې شواهد موندلي، چې ښيي د سعودي عربستان پوځ لپاره لېږلې شوې وسلې د سوريې د ياغيانو په يوه اډه کې موندل شوي.
په سوريه کې د بي بي سي يوۀ خبريال په حلب ښار کې د ياغيانو په يوۀ کمپ کې د وسلو يوۀ شرکت ته اړوند يو کرېټ ليدلى چې ورباندې د سعودي عربستان پته ليکل شوې وه.
د بي بي سي خبريال وايي داسې باور دى چې د سوريې حکومت مخالفو ته تلونکو وسلو لپاره چې کچه يې په زياتيدو ده د غو ياغيانو خليجي ملاتړي پيسې ورکوي.
په سوریه کې د مخالفانو په یوه اډه کې درې داسې صندوقونه لیدل شوي، چې پرې د سعودي د پوځ له لوري سپارښتنې لیکل شوي دي.
دا چې دغه درې واړه کریټونه څرنګه سوریې ته رسېدلي، لاهم څرګنده نه ده او د بي بي سي خبریال ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې د دغو کریټونو په منځ کې څه وګوري.
سعودي عربستان په دې اړه له څه ویلو تر اوسه ډډه کړې ده.
پټ لاسونه
د سوریې حلب ښار په یوه جومات کې د وسلو دغه صندوقونه د اوکراین د وسلې جوړونې د یوه شرکت تولید دی، چې پرې Dastan لیکل شوي.
که څه هم ددغو صندوقونو د منځپانګې په اړه معلومات نه شته، خو په حلب کې د بي بي سي خبریال ایان پنل وايي، چې دغه کریټونه ددې څرګندويي کوي چې په سوریه کې د بشارالاسد د نظام ړنګولو لپاره ځینې ګاونډي هېوادونه لاسوهنې کوي.
د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګاردنر وايي، سعودي عربستان غواړي په پټه خپلو بهرنیو هدفونو ته ورسېږي.
بل خوا د سوریې د حکومت مخالفو سرچینو بي بي سي ته منلې ده، چې دوی له عربستان او قطر څخه مرستې ترلاسه کوي.
د نښتو دوام
بل خوا، د دمشق په شاوخوا کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
همداشان، د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې د مخالفینو پر مرکزونو د هوايي بریدونو له کبله لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
دغه ډله دا هم وايي چې د درعا جنوبي ولایت په ختيځه الکراک سیمه کې د حکومتي ځواکونو بمبارۍ ۲۰ نور کسان وژلي دي.
دوی وايي چې په وژل شوو کې د ټلوالې پنځه غړي هم دي.












