سوري چارواکي وايي چې په هغه هېواد کې يې د حمص پر ښار سخته بمباري کړې چې په تيرو پنځو مياشتو کې يې سارى نه لاره.
پر سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د خلديه سيمه د هوايي بمبارى او د توپونو تر دزو لاندې نيول شوې.
دا رنگه رپوټونه وايي چې پرون تر ناوخته پورې د حلب په ښار کې جگړه روانه وه او دولتي ځواکونو د دمشق، حما او ادلیب پر ځينو سيمو درنې بمبارۍ کړې دي.
بل پلو ترکي پوځونو د دغه هيواد په سويل کې د يو توغندي له راپريوتو وروسته پر سوري مورچلو ډزې کړي دي.












