
تر الفقیه او قاضي مخکې د ملګرو ملتونو په تور لست کې ۲۵۲ کسان او ۶۹ ډلې ټپلې موجودې وې.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر پیټر ویټینګ ویلي چې د امنیت شورا "پر القاعدې د بندیزونو جرګه ګۍ" د جمعې په ورځ د القاعدې شبکې له لسته د سعودي سوداګر عبدالله عزالدین قاضي نوم لیرې کړ.
ویټینګ په څرګندونو کې ویلي چې "پر القاعدې د بندیزونو جرګه ګۍ پرېکړه وکړه چې نور د القاعدې د بندیزونو له لسته ښاغلی قاضي وباسي."
نوموړی زیاتوي: "دا پرېکړه د جرګه ګۍ د هغو غړو تر هر اړخیزې پلټنې وروسته وشوه، چې د قاضي په اړه یې کړې وې."
د ویلو ده چې قاضي د تېر ۲۰۱۱ په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو په تور لست کې له دې کبله شامل شو، چې ګني هغه د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن په مرستیالۍ تورن شوی و.
قاضي بیا وروسته د امریکا او اروپايي اتحادیې په تور لست کې هم راغی.
د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل کسان بهر ته سفر نه شي کولی او شتمنۍ په نړیواله کچه کنګل کېږي.
خو سعودي چارواکو تر دې مهاله له تور لسته د قاضي د وتلو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، حال دا چې ریاض وړاندې له تور لسته د سعد الفقیه د وتلو کلک مخالفت کړی دی.
د الفقیه د نامه لیرې کول
په تېر جولای کې د ملګرو ملتونو یوې جرګه ګۍ د سعودي ناراضه سعدالفقیه نوم، چې د اسلامي اصلاح حرکت مشري کوي، ایستلی و.
الفقیه چې د برتانیا لندن کې اسېږي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې د ۲۰۰۴ په دسمبر کې شامل شو.
تر هغه وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په لست کې شامل شوی و.
الفقیه د سعودي پر واکمنې کورنۍ سختې نیوکې کوي، چې وړاندې د سعودي په طبي پوهنتون کې یې د استاد په توګه هم دنده مخته وړې ده.
نوموړی له القاعدې سره د تړاو لرلو تورونه په کلکه ردوي.
تر الفقیه او قاضي مخکې د ملګرو ملتونو په تور لست کې ۲۵۲ کسان او ۶۹ ډلې ټپلې موجودې وې.












