د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران مجاهدین خلق ډله په رسمي توګه د ترهګرو له تور لسته وتلې اعلان کړه.
دغه وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.
پر دغې ډلې په ۲۰۰۳ کال د امریکا له لوري بندیز ولګول شو او د ترهګرو ډلو په لست کې راغله.
دغه ډله په عراق کې درې زره غړي لري، چې د ایران ضد فعالیتونه کوي.
څو ورځې وړاندې رسنیو ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له تور لسته د دغې ډلې پر ایستلو غور کوي.












