
محکمې میرمن وفا ته د پنځو کالو بند او پنځه سوو دورو وهلو جزا ورکړې ده.
مصر کې د ښځو د حقونو یوه ډله چې د حکومت له ملاتړه هم برخمنه ده پر بهرنیو چارو وزیر غږ کړی چې له سعودي عربستان غوښتنه وکړي چې پر هغې مصرۍ ښځې دې جزا تطبیق نه کړي چې د پنځو سوو دورو وهلو په جزا محکومه شوې ده.
مصر کې د ښځو ملي شورا وايي حکومت دنده لري چې په هېواد کې دنده او بهر د خپل ولس ساتنه وکړي.
د بشري حقونو د ډلو وینا ده چې نجلا یحیی وفا په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغې ونیول شوه چې د سعودي له شهزادګې سره یې د سوداګرې په برخه کې اختلافات پیدا کړل.
د بشري حقونو ډلې وايي مخکې له هغه چې د هغې دوسیه محکمې ته وړاندې شي یو نیم کال په بند کې ساتل شوې وه او محکمې د پنځو کالو بند او پنځه سوو دورو وهلو جزا ورکړه.
د بشري حقونو ډلې وايي نجلا یحیی وفا هره اوونۍ ۵۰ دورې وهل کېږي او په دې توګه تراوسه پورې درې سوه دورې وهل شوې ده.
په مصر کې دننه او بهر د بشري حقونو ډلو پر سعودي عربستان غږ کړی چې له هغې سره له نرمښت نه کار واخلي.
"سعودي کې د مصریانو نیول کېدل یوه حساسه موضوع بلل کېږي."
د یادونې ده چې په سعودي عربستان کې څه باندې یو نیم میلیون مصریان کار کوي او د هغوی عواید د مصر د اقتصاد لپاره اړین ګنل کېږي.
سعودي کې د مصریانو نیول کېدل یوه حساسه موضوع بلل کېږي.
د روان کال په لومړیو کې د مصر او سعودی ترمنځ دیپلوماتیکه لانجه هله رابرسیره شوه چې د بشری حقونو یو مصری فعال په سعودی کې ونیول شو.
په مصر کې د حسن مبارک د رژیم له ړنګیدو دمخه دواړه هېوادونه سره نیژدې متحدین وو خو د سعودي چارواکو په مصر کې د اخوان المسلمین د نفوذ د ډیرو په اړه اندښنه لرله.
داسې انګیرل کېدله چې ښايي په مصر کې د ناآرامیو لمن سعودي عربستان ته هم وغزېږي خو د مصر ولسمشر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین د ډلې دی سعودي عربستان ته په سفر کولو وروسته دغه اندیښنه له مینځه یوړه.












