
ډاکټران د مغزو غونجېدل له خوارمغزۍ یا Dementia سره یوه تړلې ستونزه بولي.
نویو تر سره شویو انځوریزو څېړنو رابرسېره کړې ده چې فزیکي کړاو یا سپورت، نه یوازې دا چې د زړه او رګونو روغتیا ته د پام وړ ګټې لري، د مغزو پیاوړي ساتلو ته هم اړین دی.
که چېرته وګړي په ناوخته عمر په پرلپسې توګه د منځنۍ کچې سپورت وکړي، نو د خوارمغزي یاDementia په څېر د اعصابو په رژوونکو ناروغیو باندې به یې د آوښتلو شونتیا ډېره ټیټه شي.
دلته د برتانیا په یو پوهنتون کې ساینسپوهانو په یوه طبي انځوریزه څېړنه کې د څه باندې ۶۰۰ کورناستو یا متقاعدو وګړو د ماغزو MRI انځورونه شنلي دي، او دې پایلې ته رسېدلي چې فزیکي کړاو د مغزو د غونجېدو مخه نیسي.
د عمر تېرېدو سره انساني ماغزه، لکه د بدن د نورو غړو په څېر، له یو لړ رژونکو یاDegenerative بدلونونو سره مخ کېږي، چې ورسره ماغزه ډېر حجم له لاسه ورکوي او غونجېږي.
ډاکټران د مغزو غونجېدل له خوارمغزۍ یا Dementia سره یوه تړلې ستونزه بولي.
خوارمغزي د اعصابو یوه رژونکې او نه رغېدونکې ناروغي ده چې په تدریجي توګه د مغزو عقلي او ادراکي وړتیا له منځه وړي.
خوارمغزي چې ډېری وخت په غونجو او ډېر کلنو مغزو کې پېښېږي لومړنۍ نښې یې د حافظې له لاسه ورکول، د مهارتونو هېرېدل، د پاملرنې کمزورتیا، د شخصیت بدلون، اندېښنه او ژور خپګان دی.
دې نوې څېړنې ښودلې ده چې هغه ډېر کلن انسانان چې په فزیکي توګه ډېر فعاله دي، ماغزه یې د غونجېدو له ستونزې نه تر ډېره خوندي دي.
د دې ډلې وګړو د مغزو سپین توکي یا White Matter له روغتیایي پلوه ښه غوړېدلي دي، او خړ توکي Grey Matter یې په پرتلیزه توګه ډېر دي.
د انسان ماغزه له دوه ډوله انساجو نه جوړ دي چې ساینسپوهان یې د سپینو توکو او خړو توکو په نومونو پېژني.
سپین توکي هغه عصبي تارونه دي چې د مغزو د بېلابېلو ګوټونو ترمنځ عصبي پیغامونه لېږدوي.
خړ توکي بیا هغه عصبي انساج دي چې د بدن د نورو غړو دندي څاري، او دلیدلو، اورېدلو، او زده کولو په څېر اړینې چارې شونې کوي.
دا لومړۍ څېړنه نه ده چې فزیکي کړاو د خوار مغزۍ په مخنیوي کې ارزښتمن بولي. تر دې د مخه هم ساینسپوهانو دا ارزښتمن تړاو په ګوته کړی دی.
باور دا دی چې د فزیکي کړاو سره د وینې بهیر پیاوړی کېږي، او په دې توګه د مغزو انساجو ته د وینې له لارې پرېمانه آکسیجن او اړین تغذیوي توکي ور رسول کېږي.
د ښې عصبي روغتیا لپاره د پرېمانه آکسیجن او تغذیوي توکو شتون په کار دی.
هرو مرو نه ده چې ډېرکلن انسانان دې د خوارمغزۍ د مخنیوي لپاره په درندو او ستومانوونکوتمرینونو باندې ځانونه ژوبل کړي. سپارښتنه دا ده چې په یوه اوونۍ کې د یو څو ګړیو لپاره یو توند خوځښت هم د یو ښه فزیکي کړاو ګټې لري.












