
نور لاسوندونه هم شته چې د دې ښکارندویي کوي چې په بنګ روږدي زلمي زده کړه کې تر نورو وروسته وي.
نيو زيلاند کې ترسره شوې یوې پراخې څېړنې موندلې چې په زلمیتوب کې د بنګ Cannabis څکول د مغزو وده ورو کوي او په پایله کې یې روږدي وګړي له مغزو پڅیږي.
دې څېړنې شاوخوا ۱۰۰۰ وګړي د ۲۰ کلونو په اوږدو کې بیا بیا آزمویلي دي او د بنګو د څکولو اوږد مهالی اغېز یې د دوی پر ذهني روغتیا باندې کچ کړی دی.
په دې څېړنه کې د برخوالو آی کیو IQ، یا د ذهني تکړه توب کچه، په ماشومتوب کې د بنجګ د څکولو د پیل نه د مخه، او بیا په وروستیو کلونو کې تر ۳۸ کلنۍ پورې آزمویل شوې ده، او جوته شوې ده چې بنګ د دوی پر مغزو باندې ژورې پڅوونکې اغېزې درلودلې دي.
دا هم برسېره شوې ده چې دا اغېزې بېرته رغېدونکې نه دي.
د موندنو له مخې هغه وګړي چې په زلمیتوب کې د بنګ څکول پیلوي، او ورپسې کلونو کې ادامه ورکوي، په منځنۍ توګه یې آی کیو ۸ نومرې رالوېږي، او د څکولو درول دا ذهني ځوړ بېرته نه سموي.
باور دا دی چې د زلمیتوب په کلونو کې کله چې عصبي انساج د ودې په حال کې وي نو د بنګ پرلپسې څکول پرې زهرجنه او ویجاړونکې اغېزه ښندي.
نور لاسوندونه هم شته چې د دې ښکارندویي کوي چې په بنګ روږدي زلمي زده کړه کې تر نورو وروسته وي.
د عصبي ناروغیو یو شمېر څانګپوهانو بیا دا هم ویلي چې په ځینو کسانو کې بنګ د سرمغزنتوب یا Schizophrenia په ګډون یو شمېر عصبي رنځونه هم زېږولی شي.
بنګ یو ډول کیمیاوي توکي دي چې له یو غرني بوټي نه ترلاسه کيږي، او د حشیشو او چرسو په ګډون د ډېرو نشه یي توکو په جوړولو کې هم کارېږي.
د بنګ کارول په ټوله نړۍ کې د روږدو او ناروږدو انسانانو تر منځ په پراخه کچه دود دی.












