
ببلو په یوه داسې کور کې اوسي، چې یوه کوټه لري او دی د همدې کور ۵۰۰ هندي کالدارې کرایه ورکوي.
که څه هم د هندوستان د بهرت پور سیمې رکشه چلوونکی ببلو له ټولینز او اقتصادي پلوه خورا ناتوانه معلومیږي، خو لور ته د یوه سترنعمت په سترګه ګوري.
ببلو د دلت توکم (هغه قبیله چې په هند کې له ټولنیز پلوه ټیټ شمېرل کیږي) اړوند دی او په بهرت ښار کې سایکل رکشه چلوي.
ببلو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په داسې حال کې لېدل کیږي، چې د خپل ښار په سړکونو رکشه چلوي او نوې زېږېدلې لور یې ترغاړه پورې په ځوړندې زانګو کې پرته وي.
د ببلو مېرمن د لور له زېږېدوسمدستې وروسته مړه شوه او د ده په کور کې داسې څوک هم نه شته، چې د ده په ماشومې لور پام وکړي.
د هوا سختو څپو او پر رکشې د ځنګېدونکې ژوند ستونزو د ببلو ماشومه لور رنځوره کړه او له تېرو دریو ورځو راهیسې د بهرت پور په دولتي روغتون کې بستر ده.
ببلو، ماشومه لور او رکشه یې د بشري خپلوۍ هغه مثلث دی، چې په لېدو یې په هغه ټولنه کې چې لور ته په کې ډېر اهمیت نه ورکول کیږي، د هیلو ډیوې بلېږي.
د ببلو او د هغه د مېرمنې شانتې کره تېره میاشت له پنځلسو کلونو وروسته لور وزېږېده. خو دغه لور یې ډېر ژر د مور له مینې محرومه شوه.
د ببلو په خبره په بدن کې د وینې د لږوالي له امله د شانتي روغتیايي حالت خراب شو او ده روغتون ته ورسوله.
دی وايي ډاکټرانو راته وویل، چې باید له لابراتوار څخه وینه راوړم، خو کله چې له وینې سره روغتون ته ستون شوم، نو معلومه شوه، چې شانتې د مرګي په خوب ویده شوې ده.
ببلو په غریو نیولي غږ وویل:'' هاغه وخت مې د سترګو په وړاندې تیاره خپره شوه، خو د لور لپاره مې ځان سمبال کړ. ببلو وايي، چې په ډېره سخته مې د مېرمنې د وروستیو مراسمو د لګښت لپاره پېسې وموندلې، شانتي اوس په دې نړۍ کې نشته، خو هیله مې داده، چې یاد یې تل راسره وي، غواړم لور مې زده کړې وکړي، زموږ لپاره دا له زویه هم غوره ده.''
د مېرمنې له مړینې وروسته د لور پالنې مسوولیت د ببلو په غاړه شو او ده د هم د لور زانګو غاړې ته کړه او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې په خپله رکشه پښه واړوله.
"ببلو هره ورځ د رکشې څښتن ته هم دېرش روپۍ کرایه ورکوي. په دغسې حالت کې ببلو د یوه پلار په توګه د خپل مسوولیت ادا کولو لپاره رکشه چلوي."
د بهرت پور ښاریانو ولېدل، چې ببلو رکشه چلوي، شاته یې سپرلۍ ناست دي او د لور زانګو یې په غاړه کې ځوړنده ده.
ببلو وايي، چې د خواخوږۍ ډېرې خبرې یې واورېدې، خو په عمل کې ان خپلوانو هم ورسره مرسته ونه کړه.
د ببلو په اوږو د سپین ږیري پلار مسسولیت هم پروت دی. دی وايي: کله نا کله ماشومه لور له پلار سره د کرایې په کوټه کې پرېږدم او د ورځې په اوږدو کې دواړو ته د خوړو ورکولو لپاره کورته ستنېږم، دا د شانتي امانت ده، ځکه مې مسوولیت نور هم زیاتیږي.
ببلو په یوه داسې کور کې اوسي، چې یوه کوټه لري او دی د همدې کور ۵۰۰ هندي کالدارې کرایه ورکوي.
دی هره ورځ د رکشې څښتن ته هم دېرش روپۍ کرایه ورکوي. په دغسې حالت کې ببلو د یوه پلار په توګه د خپل مسوولیت ادا کولو لپاره رکشه چلوي.
ډېر خلک دغسې لوڼه بې وارثه پرېږدي، دوی ته لوڼه د یوه دروند پیټي په څېر اېسي، خو د ببلو کېسه څرګندوي، چې د لور پالنې لپاره د شتمن کېدل او د حیثیت څښتن کېدل اړین نه دي، بس د پلار په زړه کې د دې هیلې شتون اړین دي.












