
دغه تونل ۴۵۰ کیلومتره اوږدوالی لری چې د امبر شاهي قصر له جې ګړ کلا سره نښلوي
په پخوانیو کېسو کې اورو چې د یو شمېر پاچاهانو په قصرونو کې به پټ تونلونه جوړشوي و. خو د هندوستان په یوه ښارجې پور کې دغه ډول تونل د سر په سترګو ولېدل شو.
د تېرې یکشنبې په ورځ دغه تونل پرانېستل شو، چې په اړه یي ډېرې کیسې اورېدل کیدې، دغه تونل د جې ګړ کلا له امبر قصر سره تړي.
د هندوستان د ګرځندوی ( سیاحت) وزیر بیناکاک د پخوانۍ شاهي کورنۍ له یوې غړې ویدیا کماري سره په ګډه دغه تونل پرانیست. له دغه تونل څخه د تېرو ۹۰ کلونو په اوږدو کې کار نه اخېستل کېده.
د هغه ګالف ګاډي په وسیله به چې د بیټرۍ په وسیله ګرځي د دغه تونل له لاري سیلانیان له یوه تاریخي ځای نه بل ته وړل کیږي. د ۴۵۰ کیلومتره اوږده تونل له یوه سره تر بله پورې د هندوستان د سیاحت وزیر له مېرمن کماري سره په همدې ګاډي کې سفر وکړ.
په دې اړه د خبرو پر مهال وزیر بیناکاک وویل د جې پور په تاریخ کې نن ورځ ډېره مهمه ده، چې د امبر قصر او جې ګړ تر منځ دغه تاریخي تونل بیا له سره پرانېستل کیږي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې سیلانیان به د دې تونل له لارې تګ راتګ خوښ کړي او په سیمه کې به سیاحت وده وکړي. د ده په خبره په دغه ځای کې به د دغه ډول نورو تونلونو د معلومولو هڅه هم وکړي.
اوسمهال په یوه داسې تونل کار کیږي، چې له امبر قصر نه تر ګنېش پول پورې تللی او ۳۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري. په دغه تونل د ولسي خصوصي پروژې په توګه کار کیږي.
تونل ته د ننوتو لپاره اوس مهال د ټکټ پېسې نه اخېستل کیږي، البته د ګالف ګاډي د کرایې په توګه له یوه اړخه ۷۰ روپۍ او دوه اړخیزه کرایه ۱۰۰ هندي کالدارې اخېستل کیږي.












