افغان موزیم ته نوې ودانۍ جوړېږي

د خپريدو وخت: 18:52 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

د افغانستان د نوي موزیم ودانۍ لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د اسپانیا له خوا وړاندې شوې طرحه غوره شوې ده.

د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار په هغه ودانۍ کې چې د امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال د ښاروالۍ لپاره جوړه شوې وه نندارې ته وړاندې شوي دي.

چارواکي وايی دغه موزیم له اړتیا سره سم امنیتي اسانتیاوې، د هوا او رڼا مناسب سیستم، لابراتوار او نور اړین توکي چې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره مناسب دي، نه لري.

د افغانستان ملي موزیم ته د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړي، د سفارتونو استازي او یو شمېر افغان فرهنګيان ورغلي وو چې د نوي موزیم لپاره تر ټولو ښې طرحې وړاندې کوونکو ته جایزه ورکړي.

اسپانیا د مهندسۍ د ښې طرحې لومړۍ او دویمه جایزه تر لاسه کړه او جرمني د دې سیالې د درېيمې غوره ‌طرحې جایزه خپله کړه.

په پام کې ده چې لومړۍ غوره طرحه پلي شي او د افغانستان د ملي موزیم لپاره په نړیوالو سټنډرډونو برابره ودانۍ د اوسني موزیم په څنګ کې په اته جریبه ځمکه کې جوړه شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین وویل دغه ‌‌طرحې له لسګونو طرحو نه د افغانستان د ملي موزیم ودانۍ لپاره غوره شوې دي.

''د افغانستان په ملي موزیم کې داسې زرګونه اثار شته چې لرغونتوب يي زرګونو کلونو ته رسیږي. ویل کیږي، په دغه موزیم کې د ډبرې له زمانې نیولې بیا تر شلمې پېړۍ پورې تاریخي اثار ساتل کېږي. خو د مجاهدینو د ډلو تر منځ د خپل منځي جګړو پر مهال د دغه موزیم ودانۍ ویجاړه شوه او اثار یې چور او تالان شول''.

"د افغانستان په ملي موزیم کې داسې زرګونه اثار شته چې لرغونتوب يي زرګونو کلونو ته رسیږي. په دغه موزیم کې د ډبرې له زمانې نیولې بیا تر شلمې پېړۍ پورې تاریخي اثار ساتل کېږي، خو د مجاهدینو د ډلو تر منځ د خپل منځي جګړو پر مهال د دغه موزیم ودانۍ ویجاړه شوه او اثار یې چور او تالان شول."

مخدوم رهین

د تېرو اتو کلونو په اوږدو کې د انټرپول پولیس په مرسته د دغه موزیم سلګونه اثار بېرته افغانستان ته راوړل شول.

اوس د موزیم ودانۍ بیا رغول شوې او دغه اثار يي په الماریو کې اېښودل شوي دي.

بل لور ته د دغه موزیم ریس عمراخان مسعودي وايي د موزیم ودانۍ د موزیم له معیار سره سمه نه ده.

اوس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت غواړي هغه دوه ملیونه ډالر چې د افغانستان د تاریخي اثارو له نندارتونونو څخه لاس ته راوړي د موزیم لپاره د نوي ودانۍ په جوړولو ولګوي.

د امریکا سفارت هم د همدې موخې لپاره پنځه ملیونه ډالره مرسته کوي.

یوې افغانستان پېژندونکې نېنسي دوپرې هم په خپلو خبرو کې دغه غوښتنه مطرح کړه.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>