د هندوستان په ګوا ایالت کې د دغه هېواد د بحري پوځ اړوند یو هیلیکوپتر غورځېدلی، چې په کې دوه تنه پیلوټان وژل شوي دي.
د هندوستاني خبري اژانس پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه پېښه ډبلیویم هوايي ډګر ته څېرمه شوي ده.
دهندوستان د بحري پوځ په خبره په هیلیکوپتر کې یو لامبووهونکی هم ناست و، چې په دې پېښه کې وژل شوی دی.
دغه چیتک ډوله هیلیکوپترله له ممبۍ نه بنګلور ته پر لاره و، چې په ګواه کې د تېلو اخېستو لپاره د کوزېدو پر مهال وغورځېد.
هندي مقامات وايي د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.












