د هندوستان په ختیځ جهار کڼد ایالت کې د مذهبي مراسیمو په ترڅ کې اړودوړ رامنځته شوی، چې په کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوی او شل تنه نور ټپیان دي.
ځايي چارواکي وايي دغه پېښه د یاد ایالت د د یوګرښار په ست سنګ آشرم (معبد) کې پېښه شوه.
له وژل شویو نه اته تنه ښځې دي.د پېښې پر مهال په معبد کې زرګونه کسان راټول شوي وو.
وژل شوي کسان د یاد معبد د بنسټګر ټاکر انوکل د یوسل او پنځه وېشتم تلین په مناسبت له نورو کسانو سره یوځاي په یاد معبد کې راټول شوي وو.












