
متخصص ډاکټران وايي تر نورو عملیاتو مخکې ملاله څو اوونیو نور بستر کېدو ته اړتیا لري.
هغه ډاکټران چې په بریتانیا کې د ملالې یوسفزۍ درملنه کوي وايي د هغې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.
ډاکټران وايي ملاله وتوانېده چې د بل چا په مرسته ودرېږي.
ډاکټر ډیویډ روسر وايي ملاله یوسفزۍ په لیکلې بڼه خبرې هم وکړې خو اوس هم د ټپونو اغېز پرې شته او د ټپونو ښه کېدل به یې وخت واخلي.
۱۵ کلنه ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د زده کړو لپاره یې کمپاین کاوه د طالبانو له خوا په سر ویشتل شوې ده.
ملاله په تېره دوشنبه د شپې مهال له پاکستانه د برتانیا ملکې الیزابت روغتون ته ددرملنې لپاره یووړل شوه.
ډاکټر روسر وايي د ملالې روغتیايي حالت"د ښه کېدو په حال کې" دی او تمه ده چې له بې هوښۍ راووځي او د روغتیا په اړه به یې نور جزییات وروسته خپاره شي:
"ملاله اوس ډېره ښه شوې ده... هغه خوشاله ده، په حقیقت کې موږ خوشاله یو چې د هغې روغتیايي حالت په اړه له تاسې سره جزییات شریکوو. "
"هغه اوس ښې خبرې کوي، خو په لیکلې بڼه."
د کوپړۍ بیارغونه

ډاکټران وايي د هغې کوپړۍ لاهم بیارغاونې ته اړتیا لري او بې ځایه شوي یا مات شوي هډوکي به یې ځای پرځای شي.
د ملالۍ د سر د کوپړۍ پر کيڼ اړخ د طالبانو مرمۍ لګېدلې، چې تېره اوونۍ راولپنډۍ کې پاکستاني پوځي ډاکټرانو ترې وایستله.
خو کيڼ مټ او کیڼه ژامه یې لاهم زیانمنه ده.
اوس ډاکټران هڅه کوي، چې د هغې د سر ویشتل شوې برخه ورغوي، او متخصص ډاکټران اټکل ښيي چې د هغې بشپړه درملنه به څو اوونۍ نور وخت واخلي.
ډاکټران وايي د هغې کوپړۍ لاهم بیارغاونې ته اړتیا لري او بې ځایه شوي یا مات شوي هډوکي به یې ځای پرځای شي.
طالبانو تر برید وروسته د ملالې د بیا په نښه کولو ګواښ وکړ، خو برتانیا ته تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یووړل شوه.
په برید کې له ملالې سره د هغې دوې نورې ملګرې ټپیان شوې، چې اوس پاکستان کې تر درملنې لاندې دي.












