د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر ملاله یوسفزۍ د برید منونکي پاکستاني طالبانو د تحریک د ویاند احسان الله احسان د نیولو پر سر لس لکه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
رحمن ملک له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د ترهګرې ډلې مشر مولانا فضل الله پر ملالې د برید پړه منلې ده، چې پر سوات د عملیاتو پرمهال افغانستان ته تښتېدلی دی.












