
اردوغان د کانفرانس ګډونوالو ته وویل "موږ ځانونه محافظه کاره دیموکراتان ګڼو. "
ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي چې په هېواد کې یې واکمن د عدالت او پراختیا ګوند په نورو مسلمانو هېوادونو کې یوه نمونه ګڼل کېږي.
نوموړي دا څرګندونې د عدالت او پراختیا ګوند په یوه کانفرانس کې کړي دي.
دغه ګوند په ترکیه کې له شاوخوا لس کاله واکمن دی.
دغه کانفرانس ته د مصر او قرغیزستان ولسمشران هم ور بلل شوي وو.
د فلسطين د اسلامي مقاومت ګوند د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل، چې دا مهال په تبعید کې دی، کانفرانس ته وویل چې د عدالت او پراختیا ترکی ګوند "د اسلام سپېڅلې بڼه" ښکاره کړې ده.
نوموړی وايي"ښاغلی اردوغان! ته اوس په ترکیه کې نه یوازې ولسمشر یې، بلکې د اسلامي نړۍ مشري هم کوې."
د ترکیې عدالت او پراختیا ګوند له ۲۰۰۲ راپدېخوا په درو ولسمشریزو ټاکنو کې پرله پسې بریالی شو.
دغه ګوند د ترکیې اقتصادي وده پراخه او بهرنی سیاست پیاوړی کړ، چې په کې لیبرال اقتصادي او اسلامي محافظه کاره افکار راغونډي کړي دي.
"محافظه کاره دیموکراتان"
خو منتقدین اردوغان د صدام د سیاسي منهج په عملي کولو تورنوي.
اردوغان د کانفرانس ګډونوالو ته وویل "موږ ځانونه محافظه کاره دیموکراتان ګڼو. "
هغه زیاتوي چې "موږ د سیاسي حقونو او ازادیو ګټیالي یو، دغه دریځ زموږ له هېواده نورو ته هم رسېدلی او د ټولو مسلمانو هېوادونو لپاره یوه نمونه ګرځېدلې ده. "
دغه کانفرانس ته د بي بي سي ورغلی استازی جیمز رینولدز وايي چې ښاغلی اردوغان د څه باندې دوه ساعته وینا پرمهال ډېر ارامه ښکارېده، او د وینا په پیل کې یې خپل کوټ ویوست.
کانفرانس ته په شمالي عراق کې د کردستان ولایت مشر مسعود بارزاني هم ورغلی و.












