د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په هغه غونډه کې چې زرګونو استازو ګډون پکښي کړی وو، د واکمن ګوند اې کې پلانونه وړاندي کړل.
په یوه اوږده وینا کې ښاغلي اردوغان په پرله پسې ډول د ډیموکراسۍ او زغم پر اهمیت ټینګاروکړ.
لومړی وزیر چې د خپلې دندې په دریمې او وروستۍ دورې کې دی پر ترکیې فشار راوړی چې په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ نظام لرې کړي.
ډیره تمه کیږي چې دی به د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه ودریږي.
په غونډه کې د مصر ولسمشر محمد مرسي هم برخه اخستې چې ښیي ترکیه غواړي په سیمه کې ډیر پیاوړی رول ولوبوي.












