په ترکيه کې يوې محکمې له ٣٠٠ نه زيات پوځي افسران د هغه هيواد د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د دولت پر ضد تورن کړي او زندان ته يې د هغو د استولو پريکړه کړې.
د پوځ درې تنه پخواني قومندانان چې پخوا يې په هوايي او سمندري ځواکونو کې دندې لرلې د دغې کودتا د رهبري کولو په تور په شل، شل کاله بند محکوم شوي دي، خو څلور ديرش تنه نور تورن افسران په دغې توطيه کې د ښکيلتيا له توره سپين ختلي.
نيول شوي افسران په دې تورن شوي چې په جوماتونو کې يې بمونو ايښودل او د يونان د هيواد سره د جگړې په پلانونو لگيا و چې د پوځي کودتا لپاره زمينې برابرې کړي.












