
د ډالۍ ترلاسه کوونکی د ۴۸ ساعتونو په درشل کې د خپل ملګري ډالۍ ترلاسه کولی شي.
فیسبوک وېپپاڼې پتېیلې ده، چې په نژدې راتلونکي کې خپلو کاروونکو ته داسې اسانتیا برابره کړي، چې د امریکا د ننه له مشهورو خرڅلاو ځایونو خپلو ملګرو ته د خپلې خوښې ډالۍ ولېږي.
د فیسبوک وېبپاڼې ویاند ویلي هره ورځ میلیونونه کاروونکي د وېبپاڼې له لارې خپلو ملګرو ته ځانګړي کارتونه او ډالۍ لېږي.
فېسبوک اوس داسې اسانتیا برابروي، چې کاروونکی په یوه شېبه کې د پېر او پلور مشهورو امریکايي شرکتونو وېبپاڼو ته ورننوځي او په لږ شېبه کې خپل ملګري ته رانیول شوې ډالۍ استوي.
د ډالۍ ترلاسه کوونکی د ۴۸ ساعتونو په درشل کې د خپل ملګري ډالۍ ترلاسه کولی شي.
د فيسبوک چلوونکي وايي، چې ډالۍ استوونکی د خپلې ډالۍ رنګ، کیفیت، او څرنګوالی هم ټاکلی شي.
خو دا ټول د ډالۍ پر قیمت پورې اړه لري.
ددغو ډالیو د رانیولو او اخیستلو ټولټال لګښت او قیمت د ۲۰ تر ۳۰ ډالرو پورې ټاکل شوی دی.
له دې اسانتیا سر له پنجشنبې ورځې د امریکا په ځینو ښارونو کې ګټه اخیستل پیلېدونکي دي، خو په ځینو امریکايي ښارونو کې لاهم دغه اسانتیا نه ده برابره شوې.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې فیسبوک وېبپاڼې کاروونکو ته داسې اسانتیا برابره کړې وه، چې ریښتونی پوست، عکس د پوست له لارې خپلو ملګرو ته ولېږي.












