د کمپیوټري سافټویرونو جوړوونکي امریکايي شرکت مایکروسافټ پتېلې ده چې د دفتري کارونو ټولګه افېس ۲۰۱۳ وروستۍ نسخه د روان کال په نومبر میاشت کې بازار ته راوباسي.
مایکروسافټ په پام کې لري چې د وینډوز ۸ نسخه هم بازار ته راوباسي.
دغه شرکتت هوډ لري چې د افیس ۲۰۱۳ آر ټي ټولګه کې لا ډېرې ځانګړتیاوې ځای پرځای شوي دي، چې د کمپیوټر د بټرۍ عمر هم ورسره اوږدېدلی شي.
په دې ټولګه کې مایکروسافټ ورډ، اکسیل پاور پواینټ او ون نوټOneNote پروګرامونه هم شته.












