
۵۲ کلن وانګ د منظمو جرمونو پروړاندې پر شدت شهرت لري.
د چین یوې محکمې د پولیسو یو پخوانی مشر واګ لیجن په ۱۵ کالو بند محکوم کړ.
پر نوموړي د یوه برتانوي سوداګر د وژنې په ګډون څلور تورونه دي، چې ویل کېږي دغه وژنه هغه پټه کړې ده.
د چین رسمي خبري اژانس شینخوا په جنوب لوېديځ کې د چینګدو د محکمې په حواله ویلي چې وانګ له دې کبله ګرم پېژندل شوی چې قانون یې د خپلو شخصي خدمتونو لپاره جوړ کړی و.
وانګ د چین په جنوب لوېديځ کې د پولیسو مشر وو، چې بو شیلای سیاستوال په کې د کمونیست ګوند مشري کوله.
محکمې ویلي چې وانګ د یوه برتانوي سوداګر نیل هیوود د هغې وژنې پېښه پټه کړې وه، چې د بوشیلای د ښځې ګو کیلای له خوا په تېر نومبر کې ووژل شو.
دا په چین کې د جرم تر ټولو یوه ناوړه پېښه ګڼل شوې ده.
پټه ناسته
د وانګ د محاکمې لپاره یوه پټه غونډه وشوه، چې په کې ښاغلی وانګ پخپله دنده کې د غفلت، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او بډو تورن وبلل شو.
نوموړی په تېر نومبر کې د امریکا کونسلګرۍ ته وتښتېد، چې له دې کبله د سیاسي نارامۍ په لړ کې سیاستوال بو شیلای له واکه ولوېد.
د بو شیلای ښځې ګو کیلای ته د اعدام سزا ورکړل شوه، ځکه چې د نیل هیوود په وژنه کې نېغ په نېغه ګرمه وپېژندل شوه.
د چین خبري اژانس وايي، چې ښاغلی وانګ پوهېږي چې ګو کیلای د هیوود په وژنه کې لاس لري، خو نوموړی پخپله دنده کې غفلت کړی دی.
۵۲ کلن وانګ د منظمو جرمونو پروړاندې پر شدت شهرت لري.












