د چین لومړي وزیر وین جیاباو اروپا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له اروپايي ټولنې پر چین د وسلو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
دغه بندیزونه په ۱۹۸۹کال کې د تیان ان من مېدان له پېښې وروسته ولګول شول.
ښاغلي باو دغه راز پر چینايي توکو د لوړ محصول په وړاندې هم اعتراض وکړ.
اروپايي ټولنه د چین ستر صادراتي مرکز دی او دغه راز د اروپا لپاره هم دوی ستر صادراتي ځای دی.












