په چین کې د پولیسو یو پخوانی افسر د دې هېواد د سیاسي رسواییو په لړ کې د محکمې له خوا په پنځلس کاله بند محکوم شوی دی.
وانګ لي جون د تښتونې، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د یوه برتانوي سوداګر د وژنې د پټولو په تورونو تورن پېژندل شوی دی. هغه په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
وانګ د فبروری په میاشت کې د امریکا یوې کونسلګرۍ ته پناه یوړه او ادعا یې کړې وه چې د یوه پېژندل شوي سیاستوال بوشي لای مېرمنې خپل سوداګریز همکار د پیسو لانجې پر سر وژلی دی.












