د چین په ډېرو ښارونو کې جاپان ضد لاریون کوونکو د لانجمنو ځمکو اود جګړې پرمهال پر چین د جاپان د تېري پر ضد خپل اعتراض څرګند کړ.
زرګونه لاریون کوونکي په بیجینګ کې د جاپان د سفارت له مخې تېر شول، ځینو یې داسې شعارونه لېږدول چې د جګړې غږ په کې شوی وو.
څلور ورځني لاریونونه ددې لامل شوي چې ځینې مشهورې جاپاني کمپنۍ خپل کارونه په چین کې وځنډوي.












