
د ياسر عرفات د کونډې سها په وينا قاضيان غواړي د ياسر عرفات مړى د آزموینو لپاره بېرته را وېستل شي.
د فرانسې هغه قاضيان غواړي رام الله ته سفر وکړي چې د فلسطيني مشر ياسر عرفات د مړيني په تړاو د هغو ادعاو په هکله پلټنه کوي چې وايي نوموړى په زهرو وژل شوى دى.
د ياسر عرفات د کونډې سها په وينا قاضيان غواړي د ياسر عرفات مړى بېرته را وېستل او د لابراتواري آزموينو لپاره ترې نښې واخيستل شي.
آغلې سها د فلسطين له کورواکې ادارې او د عربي هېوادونو له ټولنې وغوښتل چې د شونې وژنې په روانه پلټنه کې مرسته وکړي.
فلسطيني چارواکو ويلي چمتو دي له قبر نه د ښاغلي عرفات د مړي را وېستلو حکم ورکړي چې په لوېديځه غاړه رام الله کې د ولسمشرۍ دفتر په انگړ کې خښ شوى دى.
د ښاغلي عرفات د احتمالي وژنې په تړاو پلټنې تېره مياشت وروسته له هغه پيل شوې چې وويل شول د نوموړي په جامو کې د زهرجنو موادو پاتې شوني ليدل شوي دي.
ياسر عرفات په ٢٠٠٤ کال کې په فرانسه کې ظاهرا له مغزي سکتې ومړ چې په ماغزو کې ىې د وينې بهېدنې له امله رامنځ ته شوې وه.
خو په تېر جولاى کې په سويس کې د وړانگو د فزيک انستيتيوت وويل چې د نوموړي په جامو او څادر کې د پولينم ٢٠١ زهرجنې مادې پاتې شوني موندل شوي دي.
په ٢٠٠٥ م کال کې نيويارک ټايمز د ښاغلي عرفات روغتيايي اسناد ترلاسه کړي وو چې د هغه د مړينې لامل په کې مغزي سکته بلل شوې وه. په دغو اسنادو کې ويل شوي وو چې د نوموړي په مغزو کې د يو ډول ناپېژندل شوي ميکروب له امله وينې بهيدلې وې.
ناپېيليو کارپوهان د دغو روغتيايي اسنادو له ارزونې وروسته دې پايلې ته رسېدلي وو گنې دا ناشونې ده چې ښاغلى عرفات دې د ايدز او يا هم د زهرو له امله مړ شوى وي.
خو ډېرى فلسطينيان په دې باور دي چي ياسر عرفات ته د اسراييلو په لارښوونه زهر ورکړل شوي وو ځکه اسراييليانو هغه د سولې په لاره کې خنډ باله.












