
داسې ښکاري چې فلسطیني چارواکي هم په ظاهرآ غواړي د ښاغلي عرفات د وژنې د څرنګوالي لپاره د هر ډول پلټنې سره مرسته وکړي.
په فرانسه کې د هغه هېواد عدلي چاراکو د فلسطين د فقيد مشر ياسر عرافات د مړينې د لاملونو د موندلو په موخه پلټنه پيل کړې ده.
ښاغلی عرافات په ٢٠٠٤ کال کې د ٧٥ کلونو په عمر د پاريس په يوه پوځي روغتون کې ساه ورکړه.
په دې وروستو کې د الجزيرې تلوېزیون په يوه مستند فلم کې وښوول چې د نوموړي په جامو کې د پولنيم چې يو ډول زهر جن مواد دي نښې ترسترگو شوي دي.
د ښاغلي عرفات د مړیني د څرنګوالي د معلومولو په اړه دغه پرېکړه په فرانسوي محکمه کې د ښاغلي عرفات د مېرمنې د عریضې نه یوه میاشت وروسته کيږي.
د ښاغلي عرفات مېرمنې ويلي چې د هغه مستند فلم له لیدو وروسته د خپل مېړه د مړیني د څرانګوالي د معلومولو لپاره ډېره لیواله شوه چې نوي شواهد په کې سپړل شوي و. په هغه فلم کې ويل شوي و چې د ښآغلي عرفات پر کالو د polonium 210 یا ډېر پياوړي زهرجن مواد موجود و او دا داسې ښيي چې ګویا ښاغلی عرفات په زهرو وژل شوی وي.
هغه سویسي لابراتوار چې دغه نښې يې موندلي دي وايي اوس تیار دی چې د ښاغلي عرفات مړی له سره معاینه کړي.
داسې ښکاري چې فلسطیني چارواکي هم په ظاهرآ غواړي د ښاغلي عرفات د وژنې د څرنګوالي لپاره د هر ډول پلټنې سره مرسته وکړي او مجبوره دي چې د دې کار لپاره د ښاغلي عرفات مړی هم له قبره را وباسي.
په ۲۰۰۴ کال کې د یاسر عرفات له مړیني وروسته د هغه د مړي عدلي ازموینه نه وه شوې او همدا هغه څه و چې د توطیې د نظریې په پياوړي کولو کې يې مرسته وکړه.
د فرانسې په قانوني سیستم کې د دې خبرې دپلوماتیکو اړخونو ته په پام سره په جدي سترګه کتل کيږي خو تر کومه ځایه چې د طب خبره ده هغوی د radioactive زهري موادو شتون ته د شک په سترګه کوي.












