د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، اسرائیلو پر غزې بریدونه کړي؛ قطر وايي د اوربند لپاره یې خبرې پیل کړې

په غزه کې له هغه وروسته د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي، چې اسرائیل پر حماس له اوربنده د سرغړاوي له تورونو وروسته بېرته جګړه پیل کړه.

د ۷ ورځني اوربند په ترڅ کې له اسرائیلي زندانونو ۲۴۰ فلسطینیان او دغه راز د حماس له لوري ۱۱۰ یرغمل شوي کسان خوشي شول. بي بي سي ته معلومه شوې، چې که څه هم جګړه بېرته پیل شوې، منځګړي د دواړو لوریو تر منځ د اوربند لپاره هڅې کوي.

هممهاله، قطر تایید کړې چې د اوربند لپاره یې خبری پيل کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "پر غزې د اسرائيلو بریدونو نهیلي کړي دي."

قطر وايي، د بشري اوربند لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. خو په اعلامیه کې یې دا هم ویلي چې پر غزې د بمباریو پیل به د "منځګړتوب هڅې لا پيچلې کړي."

د اوربند له پای ته رسېدو لږ مخکې د اسرائیلو په سویلي سیمو کې د توغندیزو بریدونو خبرداري سائرنونه وغږول شول او اسرائیلي پوځ وویل، له غزې یو توغول شوی توغندی یې له منځه وړی دی.

بل لور د حماس تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت وویل، د اسرائیل هوايي بریدونو کې بېلابېلې سیمې په نښه شوې دي.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائيلي ځواکونو په دغو ګوزارونو کې نن له سلو ډېر فلسطینیان وژل شوي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د سویلي غزې په رفح سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

بل لور د الااهلي روغتون یوه ډاکتر فاضل ناعم په حواله همدې خبري اژانس ته ویلي، په سوېل کې پر غزه ښار د اسرائیلي بمبارۍ له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

له دې مخکې اسرائیل کې د زندانونو چارواکو وویل، له حماس سره یې د اوربند غځول شوې هوکړې له مخې ۳۰ نور فلسطیني زندانیان خوشي کړي دي.

بل لور د حماس او اسرائیل تر منځ په غزه کې د اوربند غځولو لپاره خبرې روانې دي. امریکا متحده ایالتونه وايي، دوی 'همدا شېبه ' له قطر، اسرائیل او مصر سره په خبرو بوخت دي، چې د اوربند غځولو لپاره هڅې وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې منځني ختیځ ته په سفر تللی وايي، اسرائیلي چارواکو ته یې ویلي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره لا نور رغنده ګامونه پورته کړي.

'د اوربند غځولو هڅې روانې دي'

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل، سملاسي تمرکز پر دې دی، چې نور یرغمل شوي کسان هم خوشي شي او غزې ته نورې مرستې هم ورسول شي، خو نوموړی په دې هکله هم وغږېد، چې راتلونکي کې به څه کېږي.

ښاغلی بلېنکن وايي، اسرائیل ته یې په څرګند ډول ویلي چې د پوځي عملیاتو له بیا پیلولو مخکې به د ملکي خلکو خوندیتوب لپاره اقدامات کوي او ''په شمالي غزه کې د ګڼ شمېر ملکي تلفاتو پېښې باید په سویل کې تکرار نه شي. ''

نوموړي د حماس پر ضد د اسرائیل جګړه کې د ستونزو یادونه وکړه، چې په وینا یې ''ځانونه په ملکي خلکو کې پټوي '' خو ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، چې اسرائیل باید داسې نور ''ګټور اقدامات وکړي، چې د ملکي خلکو ژوند خوندي وساتل شي. ''

د اکتوبر پر ۷مه حماس پر اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، له هغه راهیسې پر غزه د اسرائیل پوځ په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۴۸۰۰ کسان وژل شوي، چې نژدې ۶۰۰۰ یې ماشومان دي.