غزه: عربي هېوادونه د اوربند غوښتنه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن ترکیې ته تللی دی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې په اړه خبرې وکړي،دا وروسته له هغه چې د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پرون د اوربند غوښتنه وکړه.

انتوني بلینکن وايي اور کم دې وشي، ځکه امریکا وېره لري چې بشپړ اوربند به حماس ته ګټه ورسوي یعنې داسې هغوی به له دې فرصت کار واخلي او بیا خپل ځانونونه منظم کړي.

قطر وايي، د اسرائیلو بمبارۍ د یرغمل شویو کسانو ازادولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پېچلې کوي.

په عین حال کې اسرائیل د غزې په شمال کې ملکي خلکو لپاره یو خوندي لار پرانیزي چې جنوب ته وتښتي.