ګوګل د جمعې له ورځې وروسته غیر فعال حسابونه تړي

انټرنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, شیونا میکالم
    • دنده, بي بي سي

که څوک په ګوګل کې داسې یو انټرنېټي حساب لري، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې نه وي کارولي، کېدای شي ژر یې دا حساب له منځه لاړ شي.

د تکنالوژۍ دا مهم شرکت غواړي دا ډول حسابونه وتړي او له همدې جمعې ورځې دا چاره پیلوي. شرکت وايي، دوی به دا چاره په څو پړاوونو کې بشپړه کړي او پیل به هم ''له هغو حسابونو کوي، چې له چمتو کېدو وروسته هېڅکله نه دي کارول شوي. ''

په اسان ډول یوه حساب ته ننوتل یا ترې د یوه برېښنالیک استول د ګوګل حسابونو فعال ساتلو لپاره کافي دي. ګوګل مسوولین وايي، د دوی د دې اقدام لامل امنیتي اندېښنې ده او هغه ځکه چې په وینا یې هېر شوي او یا غیر فعال حسابونه خوندي نه بلل کېږي.

د یادونې ده، چې د ګوګل یو حساب د جي میل او ویډیوګانو شریکولو پاڼې یو ټیوب په ګډون ټولو ګوګل تولیداتو ته له یوه کاري نوم او پاسورډ سره لاسرسی ورکوي.

څنګه کولای شو خپل ګوګل حساب خوندي وساتو

په ډېری مواردو کې یوازې خپل ګوګل حساب ته ننوتل کولای شي تر راتلونکو دوو کلونو پورې یو ګوګل حساب له ړنګېدو خوندي کړي. ګوګل وايي، دغه راز له ګوګل ډرایو نه د یوه برېښنالیک استول او ان د یوټیوب له لارې د یوې ویډیو کتل هم مرسته کولای شي.

ګوګل حساب ته له ننوتو وروسته هلته د یوه بل داسې برېښنالیک ادرس درلودل چې د ریکوري یا بیا موندنې لپاره کارول کېږي، ښه فکر دی، د دې مانا دا ده، چې وار له مخه به معلومات ترلاسه کول کېدای شي.

ریکوري برېښنالیک ادرس د پاسورډ هېرېدو په صورت کې د بیا ځل نوي پاسورډ چمتو کولو کې هم مرسته کوي.

ګوګل مسوولین وايي، اغېرمن شوي حسابونه او ورپورې تړلی ریکوري ادرسونه یې د خبرداري لپاره استولی چې ښايي ژر له منځه یوړل شي.