د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پر ډېورنډ کرښه د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوې ده.

د یادونې ده، چې دا دروازه نن سې شنبه پاکستاني چارواکو وتړله او دلیل یې هم دا په ګوته کړ، چې باید له دې لارې تېرېدونکي موټر چلوونکي پاسپورټ او ویزه ولري.

طالب چارواکي وايي، دغه لار له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته پرانیستل شوه.

د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب چې خپله هم له پاکستاني چارواکو سره په غونډه کې ناست و، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، دواړه لوریو "سلا وکړه چې لار سملاسي پرانیستل شي."

د دغه طالب چارواکي په وینا، "اوس به د لویو لاریو چلوونکي د پخوا په څېر له وېزې پرته د کرښې دواړو غاړو ته سفرونه کوي."

نوموړی وايي، په ځايي وخت د ماښام اووه بجې دواړو لوریو کې ایسار موټر پرېښودل شول.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون هم بي بي سي تهوویل، چې په له پاکستاني لوري سره په کتنه کې سوداګرۍ خونې یوه هم برخه اخیستې وه.

د ښاغلي بدلون په خبره په دې پلاوي کې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ مشر، د تورخم کمیسار او د ننګرهار سوداګرۍ خونې مشر په دې پلاوي کې شامل وو، چې له پاکستاني لوري سره یې له کامیابو خبرو وروسته تورخم دروازه پرانیستل شوه.

د پاکستاني چارواکو له خوا د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره د ویزې او پاسپورت شرط درلودلو لپاره ټاکلې موده تېره شپه دولس بجې پای ته رسېدلې وه.

د پاکستان ګمرک چارواکي وايي دوی شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د افغان لاریو موټر چلونکو لپاره د ویزې شرط حتمي ګڼلی و، چې وروسته یې وخت ورته وغځاوه او باالاخره نن د سه شنبې په ورځ دا موده پای ته ورسېده.

مخکې تر دې د ټرانزيټ په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو وړونکيو موټر چلونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.

دوی وايي، څو ځلې یې چلوونکو ته ویلي دي چې پاکستان د تللو لپاره باید ویزه لري. د دوی په وینا، هغه موټر چلوونکي چې ویزه ونه لري، پاکستان ته باور وړونکي موټر نه شي اړولي. خو زیاتوي چې د مېوو او سبزیو موټرو ته به اجازه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې ۲۰۱۵ کال کې د پېښور پر پبلک ارمي ښوونځي له وسله وال برید وروسته د تورخم له لارې د پلي خلکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي وو، خو هغه کسان له دې شرطه استثنا وو، چې د ګاډو او لاریو له لارې یې سوداګریز توکي د ډېورنډ دواړو غاړو ته لېږدول.