تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مراکش زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی
د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې ده.
بلخوا د مراکش پاچا شپږم محمد درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.
هغه همدا راز امر کړی چې له زیانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نورو مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګڼو خلکو نن دویمه شپه هم تر شنه اسمان لاندې ده.
یوه سیمه ییز چارواکي ویلي په زلزله کې ډېری وژل شوي خلک د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي.
ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا جیولوژیکل سوسایټي د معلوماتو له مخې زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په ځمکه کې دننه پیل شوه.
"د مراکش زلزله په ۱۲۰ کلونو بېسارې ده"
د امریکا جیولوژیکي سوسایټي ویلي، د مراکش زلزله په تېرو ۱۲۰ کلونو کې بېسارې ده.
بلخوا، مراکش کې له زلزله ځپلو خلکو سره د نړیوالې خواخوږۍ او مرستو خبرونه راغلي دي.
اروپايي ټولنې د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې له زلزلې وروسته له مراکش سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند هم ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي له مراکشي حکومت سره د زیانګالو او اغېزمنو شویو خلکو د لاسنیوي لپاره د مرستې ژمنه کړې ده.
د هند او فرانسې په ګډون د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم ویلي چې له زلزله ځپلو سره به مرسته وکړي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم د مرستې ژمنتیا ښودلې ده. ولسمشر جو بایډن ویلي: "په مراکش کې د زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیان او ویجاړۍ په اړه د ژور خپګان احساس کوم". او په چین کې ولسمشر شي جینپینګ مراکش ته د غمشریکۍ پیغام استولی.
د رپوټونو له مخې د دې زلزلې ټکانونه له اطلس غرونو نژدې ۳۵۰ کیلومتره لېرې پلازمېنه رباط او دغه راز کاسابلانکا ښارونو کې هم محسوس شوي دي.
لومړی ځل دا زلزله له ځايي وخت سره سم ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه او دویم ځلي یې څلور اعشاریه نهه درجو ټکانونه ۱۹ دقیقې وروسته بیا محسوس شول. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي سیمو کې مړه شوي دي.
پر خواله رسنۍ ایکس (مخکیني ټویټر) خپرو شویو ناتایید شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ورانې شوې ودانۍ لیدل کېږي او د ښارونو لارې کوڅې ښکاري چې له خاورو خځلو ډکې دي.
پر ایکس خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ودانۍ په داسې حال کې لیدل کېږي چې د نړېدو په حال کې دي، خو بي بي سي نه توانېدلې تائید کړي، چې دا ودانۍ په کومه سیمه کې دي. ویل کېږی، د زلزلې د نورو ټکانونو له ډاره د ښار ډېری اوسېدونکي له کورونو بهر پاتې شوي دي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې هم ویل شوي، د یوې کورنۍ غړي د دې تاریخي ښار په ورانه شوې ودانۍ کې ایسار پاتې وو او یو شمېر کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د مراکش ښار -چې د زلزلې مرکز ته تر ټولو نژدې ګڼل کېږي، اوسېدونکو ویلي هلته د ښار پخوانۍ مېنه کې ګڼې هغه ودانۍ نړېدلې دي چې د یونیسکو د نړیوال میراث نوملړ کې شاملې وې.
په ځینو هغو ودانیو کې لوی لوی چاکونه پیدا شوي چې لرغونتوب یې تر منځنیو پېړیو پورې رسېږي.
مراکش کې مخکنۍ زلزلې
د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه هم د مراکش الحسیمة ولایت کې د ریختر په کچه ۶٫۳ درجې زلزلې لږ تر لږه ۶۲۸ کسان ووژل او ښار ته یې ډېر زیان واړاوه.
دا زلزله د الرباط ښار شمال ختیځ کې ۴۰۰ کیلومتره لیرې شوې وه.
د ۱۹۶۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه هم د مراکش لوېدیځ ساحلي ښار اغادیر زلزلې سخت زیانمن کړ چې تر ۱۲ زرو ډېر کسان (یعنې د ښار د اوسېدونکو دریمه برخه خلک) پکې وژل شوي وو.