تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا؛ بېړۍ ته استول شوي کډوال بېرته له هغه ځایه ایستل شوي
- Author, لوني ویلز او جو نیمو
- دنده, د سیاسي چارو خبریالان
بریتانوي چارواکو سټاکهولم نومې بېړۍ ته د اوسېدو لپاره استول شوي کډوال بېرته له هغه ځایه لېرې کړي دي. چارواکي وايي، هلته استول شوي کډوال یې ځکه لېرې کړي، چې دې ستره ځای پر ځای ولاړه بېړۍ کې لیجیونیلا نومي میکروبونه موندل شوي دي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، د جمعې ورځې تر پایه به هلته استول شوي ټول ۳۹ تنه کډوال له بېړۍ راوایستل شي.
د یادونې ده چې لیجیونیلا میکروبونه د سکاروي یا سینه بغل په څېر ناروغیو لامل کېدای شي.
د اوبو پر سر دې ولاړې بېړۍ ته د کډوالو مېشت کولو هدف د بریتانوي حکومت د هغه پلان برخه ده، چې غواړي د پناه غوښتونکو کسانو د مېشت ځایونو لګښتونه کم کړي.
له دې کسانو یوه بي بي سي ته وویل، بېړۍ ته استول شوي ټول کسان یوه نوي هوټل ته استول شوي او ټولو ته داسې لیکونه هم ورکړل شوي چې په کې یوه اونۍ وروسته بېرته بېړۍ ته د دوی استولو خبره شوې ده.
دا کس زیاتوي کښتۍ د استول شویو ځینو کسانو ستوني درد کاوه او دی خپله ټوخېده او په ساه اخیستو کې یې ستونزه درلوده.
حکومتي سرچینې بیا وايي، دوی له بېړۍ په موقت ډول د خلکو په ایستلو کې د بریتانیا عامې روغتیا ادارې ټولې سپارښتنې په پام کې نیولې دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې هکله وویل: ''هلته مېشت هېڅ یوه کس کې د لیژیونري ناروغیو (چې د دې میکروب له کبله رامنځته کېږي) نښې، نښانې نه دي لیدل شوې او پناه غوښتونکو ته مناسبې مشورې او ملاتړ ورکړل شوی دی. ''
داسې باور کېږي چې پر چهارشنبه د بېړۍ اوبو رسولو په نظام کې د میکروب معلومات ورکړل شوي او له هغه وروسته د ډورسیټ سیمې چې دا بېړۍ پکې ولاړه ده، ښاروالۍ د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره په مشوره معاینات کړي او هلته د مېشت کډوالو ایستلو پرېکړه شوې.
د بریتانوي اپوزېسیون ګوند د کډوالۍ علی البدل وزیر سټېفن کیناک بیا پر دې ټوله پروسه نیوکه کوي او په وینا یې حکومت روانه اونۍ ځان په داسې څه بدل کړ، چې په وینا یې ''د هر چا د ملنډو شو. ''
دی وايي: ''څرګنده ده چې دوی د خوندیتوب لپاره له مخکې ټول اقدامات نه وو کړي '' نوموړي ادعا وکړه چې ''وروستي اقدامات داسې څرګند احساس پیدا کوي چې حکومت د بشپړې ګډوډۍ په حالت کې دی.
تمه کېږي چې کډوال به یوازې په هغه صورت کې بېرته هلته استول کېږي چې د اوبو سیسټم په بشپړه توګه پاک او خوندي وبلل شي.
حکومت پلان لري چې د ۱۸ او ۶۵ کلونو تر منځ عمر داسې ۵۰۰ نارینه کډوال په دې بېړۍ کې مېشت کړي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې تر غور لاندې دي. ''